د افغانستان نوې سرشمېرنه؛ د نارینو په پرتله ښځې کمې دي

د افغانستان نوې سرشمېرنه؛ د نارینو په پرتله ښځې کمې دي افغانستان
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د افغانستان نفوس نوی اټکل

د افغانستان د احصایې او معلوماتو ملي ادارې نوې سرشمېرنه ښيې، چې په افغانستان کې تر نارینه وو یوازې ۷۰۰زره ښځې کمې دي چې شمېر یې سره مساوي شي.

د دغې ادارې مشر ډاکټر فقیرمحمد زیار ویلي، د هېواد په کچه یې د وګړو سرشمېرنه کړې، چې په ترڅ کې یې د افغانستان د وګړو شمېر ۳۵.۸ میلیونه اټکل شوی دی، چې ۱۸.۲ میلیونه نارینه او ۱۷.۵ میلیونه ښځې دي، چې د دوی ترمنځ تفاوت یوازې ۷۰۰زره دی.

فقیرمحمد زیار زیاته کړې، چې د اټکل شوي نفوس ۹.۲ میلیونه یې ښارونو او ۲۵میلیونه نور یې په کلیوالي سیمو کې ژوند کوي.

په افغانستان کې د ښځو شمېر داسې مهال تر سړیو کم ښودل کیږي چې د تېرو پنځو لسیزو جګړو کې د هېواد زیاته برخه نارینه قرباني، نادرکه او یا هم بهرنیو هېوادونو ته کډوال شول.

تړلي موضوعات