د ملي دفاع وزارت توپچي ریاست څخه ۶۰ تنه منسوبین فارغ شول

   د ملي دفاع وزارت توپچي ریاست څخه ۶۰ تنه منسوبین فارغ شول افغانستان
د ملي دفاع وزارت ستر درستیز توپچي ریاست څخه فارغ شوي منسوبین

د ملي دفاع وزارت خبر ورکړی، چې د یاد وزارت ستر درستیز توپچي ریاست د BM21 (چهل میله) د ظرفیت لوړلو له مسلکي کورس څخه د سیمه ییزو قطعاتو او جزوتامونو ۶۰ تنه منسوبین فارغ شول.

بي اېم ۲۱ روسي وسله ده چې په یو وخت ۴۰ راکټونه د هدف پر لور توغولی شي.

دې فراغت غونډه کې د وسلوال پوځ لوی درستیز قاري محمد فصیح الدین فطرت ویلي، منسوبین دې له نوې ټکنالوژۍ سره ځانونه بلد کړي او د دښمن شومې موخې دې په نطفه کې خنثا کړي.

لوی درستیز فارغین خپلې موخې ته متوجه کړل، چې د هېواد په پرمختګ کې زحمت وباسي او ځان دې خپلې موخې ته ورسوي.

تړلي موضوعات