څه کم ۱۴ میلیونه افغانانو برېښنايي پېژندپاڼې اخېستې دي

څه کم ۱۴ میلیونه افغانانو برېښنايي پېژندپاڼې اخېستې دي افغانستان
د احصایې او معلوماتو ملې ادارې رئیس د یو کلنو لاسته راوړنو تشریح پروګرام کې

د احصايې او معلوماتو ملي ادارې مشر ډاکټر فقیر محد زیار وايي، یواځې تېر کال له ۳ میلیونو زیاتې برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوي دي.

ډاکټر فقیر محمد زیار وايي، د الکترونیکي تذکرو اخېستلو سره د خلکو لېوالتیا زیاته شوې او تېر کال ۳ میلیونه ۲۶۵ زره او ۶۰۰ کسانو نوې تذکرې اخېستې چې د وړم کال په پرتله ۲۳ سلنه زیاتوالی ښيي.

ښاغلي زیار وویل، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې ۷.۸ میلیونه الکترونیکي پېژندپاڼې وېشل شوې او د دې بهیر له پیل څخه تر دې مهاله په ټولیز ډول د وېشل شویو الکترونیکي پېژندپاڼو کچه، ۱۳ میلیونه او ۸۶۸ زرو ته رسېدلې ده.

نوموړي همداراز زیاته کړه، په مرکز او ولایتونو کې د اسان خدمت پنځه دفترونه فعالیت کوي او په نږدې راتلونکي کې به پکتیا، فاریاب، فراه او کندوز ولایتونو کې هم د اسان خدمت دفترونه فعال شي.

هغه په عین حال کې وویل، له هېواده د باندې یې د ښو او چټکو خدمتونو وړاندې کولو په موخه، متحده عربي اماراتو کې د اسان خدمت څانګه فعاله شوې او تمه ده چې په نږدې راتلونکي کې به په ایران، پاکستان، سعودي عربستان او ترکیې هېوادونو کې هم د اسان خدمت څانګې پرانېستل شي.

تړلي موضوعات