د ا.ا.ا مشرتابه په نوي فرمان کې پر هوټلونو، ګازو او تېلو ثابته مالیه راکمه کړه

د ا.ا.ا مشرتابه په نوي فرمان کې پر هوټلونو، ګازو او تېلو ثابته مالیه راکمه کړه سوداګرۍ او اقتصاد
د اسلامي امارت له لوري د مالیاتو نوی کمښت

د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي پر هوټلونو، ګازو او تېلو د مالیاتو کمښت غونډه کې وویل، د مالیاتو په نوي تخفیف کې د ګازو او تېلو په یو لېتر ثابته مالیه له ۰،۶ سلنې څخه ۰،۳ سلنې ته راښکته شوه.

مولوي عبدالسلام حنفي وویل، هغه شرکتونه چې په هېواد کې په عمده ډول تېل او ګاز اخلي او بیا يې پلوري هغو به له دې وروسته ۰.۳ سلنه مالیه تاویلوي.

د نوي فرمان له مخې ټول هغه هوټلونه او ګرځنده هوټلونه چې ربعوار فروشات یې ۷ سوه ۵۰ زره افغانیو څخه کم وي مالیه یې له ۵ سلنې څخه ۲ سلنې ته راښکته شوه.

ښاغلي حنفي وویل، په راتلونکي کې به هم په یو شمېر برخو کې د مالیاتو کچه راټیټه کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د اسلامي امارت له لوري پر اصنافو او هټېوالو معافیت له یو نيم لک څخه دوه میلیونه ته لوړ شو او مالیات یې له ۰.۵ سلنې ۰.۳ سلنې ته راکم کړل.

تړلي موضوعات