ادارې دې د تمویلوونکو د پام ورګرځولو لپاره د افغانستان په اړه ناسم معلومات نه خپروي
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د کډوالۍ نړېوال سازمان د راپور په غبرګون کې ویلي، چې د روس د اشغال نه راپدېخوا تر اوسه له افغانستان څخه په دومره لویه کچه مهاجرت نه دی شوی، چې د کډوالو نړېوال سازمان یې په تېرو درېیو کلونو کې یادوي.
د کډوالو چارو وزارت ویلي، د افغانستان په ۴۰ کلن تاریخ کې په لومړۍ ځل د کډوالۍ پر ځای د راستنېدنې پروسه ډېره چټکه شوې.
یاد وزارت ویلي، تېرو درېیو کلونو کې ۳.۷ میلیونه افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي.
دې وزارت د کډوالو نړېوال سازمان د راپور په ردولو سره ویلي، ځینې ادارې د تمویلوونکو د پام ورګرځولو لپاره د افغانستان په اړه ناسم معلومات خپروي، چې پر افغان ولس مستقیما بدې اغېزې کوي.
د کډوالو نړېوال سازمان په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۰ کال راپدېخوا ۸میلیونه افغانان کډوال شوي دي.