د امو سیند د څنډو د پیاوړتیا لپاره دې پرېکنده اقدامات وشي

د امو سیند د څنډو د پیاوړتیا لپاره دې پرېکنده اقدامات وشي افغانستان
افغانستان کې د امو سیند بهېدونکې اوبه

د اسلامي امارت د رئیس الوزراء ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ د کابینې درېیمه غونډه کې د اموسیند سواحلو د استحکام په اړه د پرېکنده اقداماتو د ترسره کولو پرېکړه شوې، تر څو د سیند د غاړو د تخریب مخه ونیول شي.

د کابینې غونډه کې د افغان نساجي شرکت د جایدادونو د راګرځولو په اړه هم د څېړنې په موخه پلاوی ټاکل شوی دی.

همداراز دغې غونډه کې د مالیې وزارت د لومړۍ ربعې د غیر مالیاتي عوایدو راپور هم تائید او ځینو ادارو ته لارښوونه شوې، چې له شته امکانانو او فرصتونو څخه په استفادې د مالیې وزارت لارښوونې په نظر کې ونیسي.

تړلي موضوعات