د سرحدي سیمو اوسېدونکو د ستونزو حل لپاره کمېټه وټاکل شوه
د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وایي، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم پر اساس په هېواد کې د سرحدي سیمو اوسېدونکو د ستونزو د حل په موخه یوه کمېټه رامنځته شوه.
دغه کمېټه چې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر په مشرۍ چې په ترکیب کې یې د سرحدي ولایتونو مرستیالان، ولسوالان، د اړوند ولایتونو رئیسان او د ملي دفاع وزارت استازي په کې برخه لري د ډيورنډ فرضي کرښې ته څېرمه او نورو سرحدي سیمو کې به فعالیت کوي.
همداراز دغه کمېټه به د یادو سیمو اوسېدونکو ته د عصري او دیني زده کړو، روغتیا، مخابراتو، سړکونو د څښلو پاکو اوبو برابرولو او نورو برخو کې معیاري خدمات وړاندې کوي.
دغې حکم کې مالیې وزارت ته سپارښتنه شوې، چې د کمېټې د اړتیا وړ بودیجې په برابرولو کې مرسته وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې په تېر کې د هېواد د سرحدي سیمو اوسېدونکي له هر ډول لومړنیو اسانتیاوو بې برخې وو، چې اوس اسلامي امارت ورته د ژوند لومړنیو اسانتیاوو برابرولو تابیا نیولې.