قطر کې مېشت سوداګر افغانستان کې پانګونې ته چمتو دي
یو شمېر قطر مېشتو افغان پانګوالو د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره کتنه کې له اسلامي امارت سره د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړی.
دغو سوداګرو ویلی، چمتو دي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي او غوښتنه یې کړې، چې په افغانستان کې د یووالي ټینګښت، د بنسټونو د رغولو او پر نظام د ټولو افغانانو د راټولولو لپاره دې لا ډېر کار وشي.
دې کتنه کې سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ویلي، افغانستان یو خپلواک، ازاد او ملي حاکمیت لري چې د هیچا تر اغېز لاندې نه دی.
مولوي عبدالکبیر ویلي، تېرو درېیو کلونو کې افغانستان کې د سیاست، اقتصاد او امنیت برخو کې د پام وړ پرمختګونه شوي دي.
نوموړي قطر کې له مېشتو سوداګرو غوښتي، چې افغانستان کې پانګونه وکړي او له دې لارې د هېواد رغولو کې ونډه واخلي.