حریت راډيو په بغلان ولایت کې!
درنو هېوادوالو اوس تاسو کولای شئ، چې د حریت راډيو له نشراتو او خپرونو څخه په ۸۸.۵ اېف اېم څپو په بغلان ولایت کې هم خوند او ګټه واخلئ.
د حریت نیوز او راډیو نړیوالې شبکې اداره پلان لري، چې ډېر ژر د هېواد ګوټ ګوټ ته د خپلو نشراتو لمن پراخه او وغځوي.
زموږ هوډ دا دی چې پر ښارونو سربېره د سمې او غر هر افغان د حریت له نشراتو برخمن شي؛ چې دمګړۍ حریت په ډېری ولایتونو کې په عالي او صاف غږ نشرات لري.
د یادونې ده، چې وروستیو کې حریت راډيو په هلمند، غزني، خوست، ننګرهار او هرات ولایتونو کې هم نشرات پیل کړل، چې د یادو ولایتونو اوسېدونکو له تاوده هرکلي سره مخ شول.
تاسو له کوم ځایه حریت راډيو اورئ؟