افغانستان د لومړي ځل لپاره د موټر چلولو جواز یا لیسنس برېښنايي کوي
کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع په خپله اېکس پاڼه لیکلي، دا پروسه به راتلونکو څو ورځو کې په ټول هېواد کې پیل شي.
د ښاغلي قانع په خبره د افغانستان برېښنايي لایسنس به په نړېوالوو معیارونو برابر وي چې ور سره به هېواد کې د غیري قانوني لیسنس د ورکړې مخه هم ونیول شي.
کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي، د برېښنايي لایسنس په وېش به ترافیکي پېښې راکمې او یو شمېر نور مهم بدلونونه به رامنځته شي.