د کابل شاه عروس او کمال خان بندونو درېیم فاز ودانیزې چارې بشپړې شوې
د اوبو او انرژۍ وزیر ملاعبداللطیف منصور د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو پروګرام کې وویل، د کابل شاه عروس او کمال خان بند درېیم فاز ودانیزې چارې بشپړې شوې او د فراه بخش اباد بند د لومړۍ برخې چارې ۳۷ سلنه مخکې تللې دي.
عبداللطیف منصور ویلي، تېر یو کال کې د ۱۴۰ کوچنیو بندونو او ۱۱۷ ودانیزو پروژو چارو بشپړېدو ترڅنګ د امو سیند غاړو کې ۶ تحکیماتي پروژې هم پلي شوې دي.
ښاغلي منصور ویلي، تېر کال کې یې د مؤسساتو په مرسته ۲۵۰ پروژې پلي کړې او ۱۷۳ پروژو ډیزاین شوی دی.
نوموړي زیاته کړې، د برېښنا سکتور د پنځه کلن انکشافي پلان چمتو کول، د اوبو مدیریت د ۶ کړنلارو تائیدېدل او د ۴ مقررو ترتیبول، د اوبو او برېښنا پروژو کې د پانګونې د ستراتېژۍ چمتو کول، د داخلي چارو د سمون پالېسۍ منظورېدل او اوبو مدیریت د پنځه مقررو وروستي کول، په تېر یوه کال کې د دې وزارت له مهمو اقداماتو دي.