تاجکستان د جنوبي کوریا په مرسته د افغانستان تر پولو د رېل پټلۍ ته پراختیا ورکوي
د اسیا پلس خبري اژانس د راپور له مخې، د تاجکستان او جنوبي کوریا تر منځ د نوې لاسلیک شوې هوکړې پر اساس تاجکستان د افغانستان تر پولو د رېل پټلۍ غځوي.
د تاجکستان د ټرانسپورټ وزیر عزیز ابراهیمي ویلي چې د دې ریل پټلۍ د جوړولو موخه د افغانستان، پاکستان او هند په ګډون د جنوبي اسیا د هېوادونو بازارونو ته رسېدل دي.
نوموړي زیاته کړې، چې که دا پروژه په بریالیتوب سره پلې شي، له ګاونډیو هېوادونو سره به د سوداګریزو توکو لېږد رالېږد زیات شي، چې د تاجکستان او د سیمې د نورو هېوادونو لپاره به ډېره ګټه ولري.
د يادونې وړ ده، چې د دغې پروژې د تطبیق موده درې کاله ښودل شوې او لګښت يې هم څلور ميليونه ډالره اټکل شوى دى.