مولوي عبدالکبیر د شهید هنیه جنازه کې ګډون لپاره قطر ته ورسېد

مولوي عبدالکبیر د شهید هنیه جنازه کې ګډون لپاره قطر ته ورسېد سیاست
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر قطر ته تللی

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد ویلي، د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د یو پلاوي په مشرۍ تر ایران وروسته قطر ته رسېدلی.

ذبیح الله مجاهد وایي، نوموړی به د دې سفر په ترڅ کې د شهید دوکتور اسماعیل هنیة په جنازه کې ګډون وکړي.

د یادونې وړ ده، چې د حماس سیاسي دفتر مخکینی مشر دوکتور اسماعیل هنیه وړمه شپه په تهران کې په یوه برید کې په شهادت ورسېد.

تړلي موضوعات