د کابل پولیسو د غلو ۱۸ کسیز بانډ نیولی
د کابل امنیه قومندانۍ وایې، د کابل ښار پنځمې امنیتي حوزې پولیسو د څو جلا جلا عملیاتو په ترڅ کې د موټرو د غلا یو ۱۸ کسیز بانډ نیولی ده.
امنیه قومندانۍ ویلي، دغه ډله د موټرو په سازمان شویو غلاوو کې لاس لري.
د دې ډلې ۱۱ غړي په کابل او پاتې نور یې په بغلان ولایت کې نیول شوي دي.
له نیول شوې ډلې څخه ۱۸ عرادې بېلابېل ډوله موټر او څو میله وسلې هم د پولیس لاسه ته ورغلي او لاهم ترې پلټنې روانې دي.