تېر کال څه د پاسه ۲۰۰زره کسانو ته د کار زمینه برابره شوې

تېر کال څه د پاسه ۲۰۰زره کسانو ته د کار زمینه برابره شوې افغانستان
افغان کارګر چې په کار بوخت دي

د اقتصاد وزارت د خپلو یو کلنو لاسته راوړنو راپور وړاندې کولو خبري غونډه کې ویلي، تېر یوه کال کې د غیر امارتي کورنیو او بهرنیو بشري او بېړنیو مرستو او پراختیا برخه کې شاوخوا ۲۱۹۴ پروژې پلې شوې، چې له کبله څه باندې ۲۰۰ زره کسانو ته د کار زمینه برابره شوې.

د دې وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري ویلي، په ټولییز ډوله هېواد کې ۲۴۷۷ غیر امارتي مؤسسې فعالیت لري، چې ۲۱۹۹ یې کورنۍ او ۲۷۸ یې بهرنۍ دي.

ښاغلي نظري ویلي، تېره کال یې ۱۵۹ کورنۍ او ۱۴ بهرنۍ مؤسسې تازه ثبت کړې، د ۳۱۵ کورنیو او ۶۰ بهرنیو مؤسسو د فعالیت جوازونه یې تمدید کړي.

نوموړي زیاته کړې، په همدې موده کې یې د ۲۴ میلیونه ډالره په اندازه ۱۰۴۷ کورنیو او بهرنیو مؤسسو ته ګمرکي معافیت ورکړل شوی دی.

د افغانستان د ملي پراختیا د پنځه کلنې ستراتېژۍ د مسودې ترتیب، د کرنې، صنعت، سوداګرۍ، پوهنې او روغتیا سکتورونو د وضعیت تحلیل، د کار د اقتصادي لیدلوري ترتیب، د غیر امارتي مؤسسو د فعالیتونو څارنه، د پروژو د چاپېریالي او ټولنیزو اغېزو ارزونه او په ملي او نړیوالو ناستو کې فعاله ګډون، په وروستي یوه کال کې د اقتصاد وزارت له مهمو فعالیتونو څخه دي.

تړلي موضوعات