کندهار کې دوو دولتي فابریکو په فعالیت پیل وکړ

کندهار کې دوو دولتي فابریکو په فعالیت پیل وکړ سوداګرۍ او اقتصاد
د کندهار ولایت نساجي فابریکې

د کندهار ولایت د اطلاعاتو کلتور ریاست خبر ورکړی، چې دې ولایت کې د نخي نساجي او پشمي نساجي فابریکو فعالیت پیل کړی.

د کندهار نخي نساجي فابریکې مسئولین وایي، دغه فابریکه ۳زره فعال ماشینونه لري چې اوس یې یوازې له ۴۰۰ ماشینونو استفاده کیږي.

د دغې فابریکې مشر مولوي محمدسلیم صابر ویلي، د نخي نساجي فابریکې له یوې نیمې میاشتې راپدېخوا خپل فعالیت بیرته پیل کړی، چې توانېدلي د درې ګونو امنتیي ادارو او عامې روغتیا وزارت د اړتیا وړ توکر تولید کړي.

بلخوا د کندهار پشمي نساجي فابریکې مشر مولوي موسی کلیم جهادوال وایي، دغه فابریکه د وطني او مصنوعي وړیو ترڅنګ د قالین اوبدلو تار، پټو او کمپلې هم تولیدوي.

د دغو فابریکو مسئولینو زیاته کړې، چې دغه دواړه فابریکې په یوه کال د ۷۶۹۲ ټنه پنبې د پروسس ظرفیت لري چې د ټولو برخو په فعالېدو سره به ۱۳ زره ۸۰۰ تنو ته په کې د کار کولو زمینه برابره شي.

تړلي موضوعات