تېر کال تر ۵ نیم میلیونه زیاتو کسانو ته په مستقیم او غیرمستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې

تېر کال تر ۵ نیم میلیونه زیاتو کسانو ته په مستقیم او غیرمستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې افغانستان
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت لاسته راوړنې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسئولینو د دولتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو پروګرام کې وویل، تېر کال د منځنیو او کوچنیو تشبثاتو د ملاتړ او پیاوړتیا او له بېلابېلو موسسو سره د تفاهم لیکونو د لاسلیک له لارې، ۵میلیونه ۶لکه ۴ زره او ۵۸۵ تنو کار زمینه برابره شوې، چې له دې ډلې یې ۶لکه ۴۶ زره او ۱۵ تنو ته په مستقیم او ۴میلیونه ۴لکه ۱۸زره او ۵۷۰ تنو ته په غیرمستقیم ډول کاري فرصتونه برابر شوي.

ددې وزارت ویاند عبدالسلام جواد وویل، همدې موده کې یې ۱۰۰ کار خونې پرانېستلې، ۱۰۰۰ تولیدي او صنعتي شرکتونو ته جوازونه ورکړل شوي او ۶۵۰ شرکتونو ته تعرفې ورکړل شوې.

نوموړي زیاته کړې، دې موده کې ۲۳ زره جوازونه تجدید، تمدید او اصلاح شوي او د ځان بیساینې کچه له ۴۸ قلمو څخه ۱۳۳هغو ته لوړه شوې.

تړلي موضوعات