انس حقاني: د همداسـې عظیمـو مبارزینـو شهادت د آزادۍ زېري راوړي

انس حقاني: د همداسـې عظیمـو مبارزینـو شهادت د آزادۍ زېري راوړي افغانستان
شهید هنیه او انس حقاني

د اسلامي امارت لوړ پوړي غړي حافظ انس حقاني د حماس سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه شهادت یوه ستره ضایعه بللې او ویلي یې دي، چې د همداسې سترو انسانانو د وینو لیکې د آزادۍ لار ترسیموي.

انس حقاني زیاته کړې، چې قرآنکریم شهادت «مرګ» نه، «حیات» یې بولي او د تاریخ حکم هم همدا دی؛ د همداسې عظیمو مبارزینو شهادت د آزادۍ زېري راوړي.

نوموړي همدارنګه ویلي، چې شهید هنیه په زندان، تبعید، سختې مبارزې او د کورنیو د ډېرو غړو په شهادت د دین او آزادۍ مقابل کې خپل پور پرې کړ او دا یې په پوره درک او امانتدارۍ ادا کړ.

حافظ انس حقاني د شهید هنیه کورنۍ ته، د شهید د مبارزې د صف ملګرو او د فلسطین مجاهد ملت ته د تسلیت مراتب وړاندې کړي او زیاته کړې یې ده، چې په دې سختو شېبو کې د فلسطین مجاهدینو ته د صبر او بریا دعا کوو.

د یادونې وړ ده، چې د حماس سیاسي دفتر رئیس تېره شپه تهران کې په یوه وسلوال برید کې په شهادت رسېدلی دی، په داسې حال کې چې د ایران ولسمشر لوړې مراسمو ته د ګډون په موخه راغلی و.

تړلي موضوعات