د خلکو د ستونزو د حل لپاره په کور دننه او بهر هڅې کیږي
د خلکو د ستونزو د حل لپاره په کور دننه او بهر هڅې کیږي
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ایران کې د افغانستان سفارت له دیپلوماټانو او افغان سوداګرو سره کتنه کې ویلي، اسلامي امارت له ټولې نړۍ په ځانګړي توګه د اسلامي هېوادونو سره مثبتو اړیکو غوښتونکی دی.
مولوي عبدالکبیر ویلي، په نږدې راتلونکي کې به له یو شمېر نورو هېوادونو سره هم د اسلامي امارت رسمي سیاسي اړیکې پیل شي.
په ورته مهال سیاسي مرستیال په دې ناسته کې ویلي، چې د اسلامي امارت له بریا وروسته د هېواد په ځان بسیا کېدل د حکومت لومړیتوب دی او له افغان سوداګرو یې په خپل هېواد کې د پانګونې غوښتنه کړې.
د یادونې ده، چې سیاسي مرستیال تېره ورځ د یو پلاوي په مشرۍ د ایران د نوي ولسمشر د لوړې په مراسمو کې د ګډون په موخه تهران ته تللی، چې د ایران سربېره به د یو شمېر نورو هېوادونو له چارواکو سره هم وګوري.