اسلامي امارت د ګڼو اروپايي قونسلګریو خدمات وځنډول

اسلامي امارت د ګڼو اروپايي قونسلګریو خدمات وځنډول افغانستان
د افغانستان اسلامي امارت ارګ

د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې د یو شمېر قونسلګریو خدمات یې د مرکز سره د نه همغږۍ ، غیري قانوني کړنو، د مکررو سرغړونو او د منل شویو اصولو خلاف فعالیتونو له کبله ځنډولي دي.

سرچېنې لندن، بلجیم، برلین، بن، سویس، اتریش، فرانسه، ایټالیا، یونان، پولینډ، سویډن، ناروې، کاناډا او اسټرالیا هغه هېوادونه یاد کړي چې افغان قونسلګرۍ په کې له دې وروسته خپل خدمات نه شي وړاندې کولی.

په ورته مهال بهرنیو چارو وزارت بهرنیو هېوادونو کې له افغان هېوادوالو او بهرنیو وګړو غوښتي، چې له دې وروسته د قونسلي چارو لپاره له پورته استازولیو څخه پرته نورو استازولیو ته د قونسلي خدمتونو او ویزو ترلاسه کولو لپاره مراجعه وکړي.

تړلي موضوعات