ژر به د افغانستان هوايي حریم خوندي شي

ژر به د افغانستان هوايي حریم خوندي شي افغانستان
د ملي دفاع وزیر مولوي محمدیعقوب مجاهد د درې ګونو امنیتي او دفاعي ځواکونو ستاینغونډې د وینا پر مهال

د افغانستان دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد خبر ورکړی، لکه څرنګه چې مو ارضي تمامیت په بشپړ ډول تر کنټرول لاندې دی، همداسې به نږدې وخت کې پر خپل هوايي حریم هم حاکمیت تر لاسه کړو.

مولوي محمد یعقوب مجاهد چې نن یې کابل کې د کورنیو چارو وزارت په تالار کې د درې ګونو امنیتي او دفاعي ځواکونو ستاینغونډې ته خبرې کولې وویل، که هر څوک یې خاورې ته په سپکه وګوري نو د شته امکاناتو په کارونې به ورته ځواب وویل شي.

ښاغلي مجاهد چې مخامخ یې اشاره ځېنو بهرنیو هېوادونو ته وه وویل، یوازې د خپل امیر اطاعت کوو، او د هیچا فرمایشات نه منو.

د کورنیو چارو وزارت له لوري جوړه شوې غونډه کې د هېواد درې ګونو ځواکونو سرتېري او مسؤلین چې د اخترونو او محرم په ورځو شپو کې یې بشپړ امنیت خوندي کړی وو، وستایل شول.

تړلي موضوعات