د مس عینک د سړک جوړولو پروژه پرانېستل شوه

د مس عینک د سړک جوړولو پروژه پرانېستل شوه افغانستان
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال او نورو لوړ پوړو حکومت او قرار دادې شرکت مسئولنیو په شتون کې د مس عینک پروژه پرانیستل شوه

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر اخوند له لوري مس عینک پروژې ته د غځېدلي سړک د جوړولو پروژه پرانېستل شوه.

اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د دې پروژې د پرانېستي مراسمو کې مس عینک له مهمو پروژو یاده کړه په خبره یې، د دې پروژې ډېر وخت ضایع شوی او پکار ده، چې عملي کارونه یې ژر پیل شي.

ملا برادر د مس عینک قرار دادي کمپڼۍ ته ډاډ ورکړی، د پروسس پر مهال د زهرجنو موادو د له منځه وړلو لپاره په افغانستان کې دننه کافي مواد شته او دا ستونزه په بشپړ ډول حل شوې او د کار پر وړاندې هیڅ ډول خنډ نشته.

د مس عینک کان قرار داد له نن څخه شاوخوا ۱۵ کاله وړاندې له (MCC) چینایي کمپنۍ سره لاسلیک شوی، خو د ناامنیو او ځینو نورو دلایلو له کبله یې کارونه پیل نه شول.

د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو له مخې قراردادي کمپنۍ مکلف کړل شوې، چې د نهایي او سل سلنه پروسس ترڅنګ د ۲۰۰۸ میلادي کال د ژمنو سره سم بې له کوم خنډ او ځنډ پرته د مس عینک کان د کیندنې چارې پیل کړي.

د لوګر مس عینک کان په نړۍ کې دویم لوی کان دی چې په عملي کار به یې زرګونو کسانو ته کاري فرصتونه برابر شي.

تړلي موضوعات