د اسلامي امارت راتګ سره افغانستان د بهرنیو د زور ازمایلو له سیالۍ خلاص شو

د اسلامي امارت راتګ سره افغانستان د بهرنیو د زور ازمایلو له سیالۍ خلاص شو افغانستان
د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني

د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د کار ملي کنفرانس غونډه کې ویلي، افغانستان په تېرو پنځو لسیزو کې بحراني حالت درلود او د بهرنیو سیالیو مرکز ګرځېدلی و.

سراج الدین حقاني ویلي، د اسلامي امارت په راتګ سره افغانستان د بهرنیو د زور ازمایلو له سیالۍ خلاص او خپلواک هېواد شو.

ښاغلي حقاني ډاډ ورکړی، ولسونه به له ځان پورته ګڼي او ستونزو ته به یې رسېدنه کوي او له ځانه به یې نه لري کوي.

نوموړي همداراز هیله ښودلې چې هېواد به د بېکارۍ له ستونزې وځي، د اقتصادي ثبات، پرمختګ او ځان بسیاینې پر لور به حرکت کوي.

تړلي موضوعات