اسلامي امارت د خلکو او هېواد د سرلوړۍ لپاره کلک هوډ لري
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند نن کابل کې د کار ملي کنفرانس په دویمه ورځ وویل، بې وزلي او بېکاري ټولنه کې د ستونزو زېږنده ده او باید د پای ټکی ورته کېښودل شي.
ملا برادر اخوند ویلي، اسلامي امارت د یو مسئول نظام په توګه دا مسئولیت لري چې د خلکو ستونزې حل او غوره خدمات ورته وړاندې کړي.
ښاغلي برادر په خپلو خبرو کې د افغانستان جغرافیايي موقعیت ته په اشارې وویل، هڅه کوو چې افغانستان د سویلي او مرکزي اسیا ترمنځ د وصل په نقطه بدل د سوداګرۍ کچه تر بل هر وخت زیاته او کورنیو تولیداتو صادرولو ته زمېنه برابره کړو.
ملا برادر اخوند یو ځل بیا هوډ تازه کړ چې د خلکو او هېواد د سرلوړۍ او غوره ژوند لپاره به سختې لارې او مزلونه ووهي اوله شته ټولو ظرفیتونو او فرصتونو به کار واخلي څو موخو او پلانونو ته مزل لنډ او چټک شي.