لوګر کې د الوتکو ضد وسلې ترلاسه شوې

لوګر کې د الوتکو ضد وسلې ترلاسه شوې افغانستان
لوګر ولایت کې د امنیتي ځواکونو له لورې نیولې شوې د الوتکې ضد وسلې

د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع ویلي، د الوتکو ضد وسلو په ګډون یوه اندازه سپکې او درنې وسلې د لوګر مرکز پل علم ښار دویمه امنیتي حوزه کې د کشفي عملیاتو پر مهال نیول شوې دي.

قانع وايي، په نیول شویو وسلو کې يوه SA-7 Grail د الوتکو ضد وسله، يوه دهشکه، يوه امريکايي پيکا او يو زیکویک شامل دي.

په همدې حال کې یاد وزارت د دغو وسلو په تړاو د کوم کس د نيولو په اړه څه نه دي ويلي، خو تر دې وړاندې هم په بېلابېلو ولايتونو کې امنيتي ځواکونو په زياته اندازه ناقانونه وسلې ترلاسه کړې او په تړاو يې ځینې کسان هم نيولي دي.

تړلي موضوعات