په تېر او روان کال کې د هلمند سیند څخه ډېرې اوبه ورته تامین شوې

 په تېر او روان کال کې د هلمند سیند څخه ډېرې اوبه ورته تامین شوې افغانستان
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي ایراني پلاوي سره کتلي

د ایران د نیرو وزارت مرستیال جوانبخت په مشرۍ پلاوي د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي سره کتنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو، هلمند سیند د اوبو او په اوبیزو پروژو کې د همکاریو په اړه خبرې کړې دي.

دې کتنه کې ایراني پلاوي مشر تائید کړه، چې د روان ۱۴۰۳ او ۱۴۰۲ اوبیز کلونو په ترڅ کې یې د هلمند سیند څخه ډېرې اوبه ورته تامین شوې دي.

جوانبخت هیله ښودلې، چې د روان کال تر پایه نورې اوبه هم ترلاسه کړي.

بلخوا د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي ویلي، د اوبو شتون په صورت کې به هڅه وکړي، چې د هلمند په سیند کې ایران ته کافي اندازه اوبه ورکړي.

ښاغلي وزیر ويلي، د کجکې بند له نن څخه ۷۰ کاله وړاندې جوړ شوی، چې په تېرو ۴۵کلونو کې د حکومتونو د نه پاملرنې د رسوباتو او عدم لایروبي له کبله نیمایي ذخیرې اصلي فعالیت له لاسه ورکړی او ایرانی لوری باید دغه حقایق په پام کې ونیسي.

نوموړي ټینګار کړی چې اسلامي امارت پالیسي داده چې اوبه ضایع نه شي او د هلمند سیند کې د افغانستان نیمروز ولایت او د ایران د سیستان خلکو ته اوبه ورسېږي.

تړلي موضوعات