ځوانان دې د هېواد ساتنې او پرمختګ لپاره لا زیاتې هڅې وکړي
د ملي دفاع وزير مولوي محمد يعقوب مجاهد د تخنيکي او مسلکي زده کړو ملي ادارې محصلينو د فراغت په مراسمو کې وويل، چې ځوانان بايد د هېواد د ساتنې، ملاتړ او پرمختګ لپاره لا زياتې هڅې وکړي.
د ملي دفاع وزیر د تېرو څو لسیزو جګړو ته په اشارې سره زیاته کړه، جګړې د افغانستان د پرمختګ ټول فرصتونه له منځه وړي او اوس د دې وخت رارسېدلی چې ټول د هېواد د پرمختګ او بیارغونې لپاره په ګډه کار وکړو.
د ملي دفاع وزير د ديني او معاصرو علومو زده کړه د ټولنې له اړتياوو څخه وبلله او زياته يې کړه، چې د هېواد ځوانان بايد د علم او پوهې په ترلاسه کولو کې زياتې هلې ځلې وکړي.
د يادونې وړ ده، چې نن د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د ١٣٠٠ محصلينو د فراغت غونډه ترسره شوه.