کارموندنه د افغانانو د حیثیت او ژوند کیفیت لوړولو کې رغنده رول لري

کارموندنه د افغانانو د حیثیت او ژوند کیفیت لوړولو کې رغنده رول لري افغانستان
په کابل کې د کار نړیوال سازمان مشر ډاکټر رامین بهزاد

په کابل کې د کار نړیوال سازمان مشر ډاکټر رامین بهزاد د کار ملي کنفرانس ته په خبرو کې ویلي، دلته له راټولېدنې اصلي موخه داده چې افغانانو ته کار موندنه او د ژوند اسانتیاوې ورته برابرې شي.

رامین بهزاد ویلي، کارموندنه به د افغانانو حیثیت او د ژوند کیفیت هم لوړ کړي.

بهزاد د کار موندنې په برخه کې له خپل لوري ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، تر راتلونکو پنځو کلونو به یو اشاریه درې میلیونه افغانانو ته کاري فرصتونه برابر کړي.

نوموړي په عین حال کې ویلي، تیرو دوو کلونو کې یې یو میلیون کسانو ته کاري زمینه برابره کړې ده.

کابل کې د کار نړېوال سازمان مشر دا هم ویلي، تر ډېره یې هڅه دا ده چې د افغانستان محرومو قشرونو، معلولینو او معیوبینو ته په کاري بوختیاوو کې لومړیتوب ورکړي.

تړلي موضوعات