نړېوالو د نشه یي توکو د مخنیوي برخه کې خپل مسئولیت نه دی ادا کړی
د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي وايي، د نشه يي توکو پر ضد د نړېوالو تقاضا لوړه خو مرسته یې صفر ده.
مولوي امیر خان متقي د نړېوالو پر چلند نېوکه وکړه او زیاته یې کړه، د نړۍ صنعتي او ځواکمن هېوادونه مضر ګازونه تولیدوي خو د اقلیمي بدلون قیمت یې افغانان پرې کوي.
ښاغلي متقي نړېوال وننګول چې نه یواځې دا چې د اقلیم بدلون کې له افغانستان سره مرسته نه کوي بلکې هغو کنفرانسونو ته یې هم نه ور بولي چې د اقلیم په تړاو جوړېږي.