خلکو ته کاري فرصتونو برابرول د اسلامي امارت په لومړیتوبونو کې دي

خلکو ته کاري فرصتونو برابرول د اسلامي امارت په لومړیتوبونو کې دي افغانستان
د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخوند

د اسلامي امارت رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخند له لوري په خپور شوي پیغام کې پر ټولو امارتي ادارو، خصوصي سکتور او مرستندویه بنسټونو غږ شوی چې د بېکارۍ د له منځه وړلو لپاره د کار ملي کنفرانس د بریا لپاره هڅې وکړي.

رئیس الوزرا له خصوصي سکتور غوښتي چې د دوی لپاره له چمتو شوي کاري ماحول او پانګونې لپاره دې له شته اسانتیاوو په ځای کار واخلي ترڅو د بې وزلۍ او بېکارۍ پر ضد اغېزمنه مبارزه وشي.

په دې پیغام کې پر هغو مرستندویه بنسټونو چې له افغانستان سره د کارموندنې برخو کې هوکړې لري غږ شوی چې، له افغان ولس سره دې په دې خاصو شرایطو کې د کارموندنې او کاريګرو استخدام برخو کې مرستې وکړي.

د اسلامي امارت رئیس الوزرا په عین حال کې ویلي، د اسلامي لارښوونو په رڼا کې د افغانستان د ځان بساینې، پرمختګ او خلکو ته د کارموندنې برخو کې د کار بازار اړتیاوو ته په کتو یې یو شمېر اساسي کړنلارې جوړې کړې چې په پلي کېدو به یې یادو موخو ته رسېدنه حقیقي شي.

تړلي موضوعات