کابل نن د کار ملي کنفرانس کوربـه دی

کابل نن د کار ملي کنفرانس کوربـه دی افغانستان
د کار ملي کنفرانس

د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي، دغه کنفرانس کې به له دولتي، خصوصي او کورنیو او نړیوالو مؤسسو سره په هېواد کې د بې کارۍ لاملونه وڅېړل شي.

د حریت راډیو خبریال وایي، دغه کنفرانس به د دوو ورځو لپاره په ارګ کې ترسره شي، چې د رياست الوزرا اداري، او سياسي مرستيالان، د شهيدانو او معلوينو چارو، بهرنيو چارو، صنعت او سوداګرۍ، ماليې، کانونو او پټروليم او سرحدونو وزيران، د چارو ادارې او رياست الوزرا دفتر رئيسان او ګڼ شمېر بهرني چارواکي ورته راغلي دي.

د حریت راډ‌یو د خبریال په خبره، دې کنفراس کې به شته کاري فرصتونه وڅېړل شي او د ځوانانو ته به د کارموندنې په چارو د خبرو ترڅنګ ګڼ شمېر طرحې هم وړاندې شي.
#حریت_راډيو

تړلي موضوعات