د روانې اونۍ پای کې به د مس عینک کان د کیندلو عملي چارې پیل شي

د روانې اونۍ پای کې به د مس عینک کان د کیندلو عملي چارې پیل شي افغانستان
د لوګر ولایت د مسک عینک کان

د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، له ۱۵ کلن ځنډ وروسته د مس عینک کان د کیندلو عملي چاري پیلیږي.

د دې وزارت ویاند همایون افغان ویلي، قراردادې کمپنۍ مکلف کړل شوې، چې د نهایي او سل سلنه پروسس ترڅنګ د ۲۰۰۸ میلادي کال د ژمنو سره سم بې کوم خنډ او ځنډ پرته د مس عینک کان د کیندنې چارې پیل کړي.

نوموړي په خپله اېکس پاڼه ویلي، د نړۍ په کچه د مسو دې ستر کان چارې به د روانې اونۍ په پای کې عملا پیل شي.

تړلي موضوعات