اسرائیلو د یمن الحدیده بندر په تاسیساتو بریدونه کړي

اسرائیلو د یمن الحدیده بندر په تاسیساتو بریدونه کړي نړۍ
د یمن لحدید بندر د اسرائیلو برید

رویټرز خبري اژانس خبر ورکړی، چې د اسرائیلي اشغالګرو جنګي الوتکو تېره شپه د یمن پر الحدید بندر برید کړی، چې په پایله کې یې درې تنو ژوند بایللی او ۸۷ تنه نور ټپيان شوي دي.

رویټرز په خپل راپور کې ویلي، بندر کې اورلګېدو له امله ډېری کسان سوځېدلي دي.

دغه بریدونه یوه ورځ وروسته له هغې ترسره کېږي، چې د حوثي ځواکونو بې پیلوټه الوتکې د اسرائیلو پلازمینه تل ابیب کې برید وکړ.

ویل کېږي، چې د صهیونیستي رژیم له برید وروسته دې بندر کې اورلګېدنه رامنځته شوې، چې اور وژونکي ټيمونه یې د مهارولو هڅې کوي.

تړلي موضوعات