ملګري ملتونه دې د بېکارۍ کچې راکمولو لپاره لا زیاتې هڅې وکړي
د افغانستان بانک رئیس نوراحمد اغا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې له مشر سټیفن رودریګز سره کتنه کې په بېلابېلو مالي او بانکي موضوعاتو خبرې کړې دي.
د افغانستان بانک رئیس ښاغلي نور احمد آغا ویلي، د کوچینو کاروباریانو ملاتړ د هېواد په اقتصادي کې مهم رول لري، چې خلکو ته د کار په رامنځته کولو کې مرسته کولای شي.
نوموړي د بېکارۍ کچې راکمولو په برخه کې د ملګرو ملتونو د لا زیاتو هلو ځلو غوښتنه کړې.
دې کتنه کې د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام مشر ویلي، د افغانستان اسلامي امارت تر بیا ځلي حاکمیت وروسته په افغانستان کې د افغانۍ د ثبات، د انفلاسیون د کنټرول، ټولیز اقتصادي پرمختګ، صادراتي ودې او د اداري فساد د مخنیوي په برخو کې د پام وړ پرمختګونه رامنځته شوي دي.
روډریګز زیاته کړې د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام په افغانستان کې د برېښنایي اداینو د پراختیا او کوچنیو پورونو په تمویل سره د مالي خدمتونو د پراختیا لپاره کار کوي، ترڅو وکولای شي په دې برخه کې لا ډېر پرمختګونه رامنځته شي.