ډېری اروپایي هېوادونه افغانستان کې د خپلو سفارتونو په پرانېستلو غور کوي
بلومبرګ رسنۍ په یو راپور کې ویلي، چې د اروپایي اتحادیې یوشمېر غړي هېوادونه کابل کې د خپلو سفارتونو پر بیا پرانېستلو او اسلامي امارت په رسمیت پېژندلو باندې غور کوي.
دې رسنۍ په اروپایي اتحادیه کې د خپلو سرچینو په حواله ویلي، ډېری اروپایي هېوادونه افغانستان کې د خپلو سفارتونو پر بیا پرانېستلو غور کوي، هغه اقدام چې د اسلامي امارت په رسمیت پېژندلو لامل کېږي.
د چارو شنونکي هم په دې باور دي، چې افغانستان سیاسي منزوي کولو لپاره د لوېدیځو هېوادونو هڅې بې اغېزې وې او اوس دا هېوادونه هڅه کوي، چې کابل کې د خپلو سفارتونو بیا پرانېستلو په وسیله له اسلامي امارت سره د تعامل لار غوره کړي.
د اړیکو دا لېوالتیا په داسې حال کې ده، چې وړاندې له دې د اسلامي امارت چارواکو ویلي، افغانستان اوس تر ۴۰ زیاتو هېوادونو سره ډیپلوماټیکې اړیکې لري او یوشمېر نور هېوادونه به هم راتلونکې کې اسلامي امارت سره ډیپلوماټیکې اړیکې پیل کړي.