په غزه د اسرائيلو له یرغل ۲۸۰ ورځې وروسته ويجاړی او تلفات څومره دي؟
په غزه ښار د اسرائيلو اشغالګرو یرغل چې د تېر کال د اکتوبر په اوومه نېټه پيل شو؛ لا هم روان دی او ورځ له بلې زور اخلي.
غزه کې دولتي رسنيز دفتر له ۲۸۰ ورځو پرلهپسې جګړې وروسته د هغو تلفاتو او زيانونو شمېرې خپرې کړې دي، چې د اسرائیلي اشغالګرو له لوري رامنځته شوي دي.
دغو شمېرو ښودلې ده چې اسرائيلو په دومره موده کې له اتيا زره ټنو ډېر چاودېدونکي توکي په غزه غورځولي دي. خو څو مياشتې وړاندې د ټي آر ټي پښتو وېبپاڼې خپرو کړيو شمېرو ته په کتو ښايي دا اندازه له دې هم زياته وي.
د غزې دولتي رسنيز دفتر څرګنده کړې ده، چې د اسرائيلو په خونړيو بمباريو او جګړه کې تر دې دمه «۴۸۳۴۵» تنه شهیدان شوي او ورک دي او نږدې «۹۰۰۰۰» نور ټپيان دي. اسرائيلي اشغالګرو دغه راز پنځه زره فلسطينيان زندانونو ته اچولي دي چې ښځې او کوچنيان هم په کې دي.
د ياد دفتر له خپرو کړيو معلوماتو سره سم تر دوه میليونه پورې وګړي د جګړې له امله بې کوره شوي دي او «۴۳۰۰۰۰» استوګنځايونه ويجاړ شوي دي.
په دې سربېره «۸۲۰» جوماتونه او «۱۰۰» روغتونونه او روغتيايي مرکزونه هم له منځه تللي دي.
د يادونې وړ ده چې د غربي نړۍ ډېری هېوادونه په روانه جګړه کې په څرګند ډول د اسرائيلو هر ډول ملاتړ کوي او د ټولو هغو غږونو د چوپ کولو هڅې کوي چې يا د اسرائيلو له لوري په دغه روانه ټولوژنه نيوکه کوي او يا د فلسطينيانو د ځان ژغورنې مبارزه په حقه بولي.