کابل به راتلونکې اونۍ د کار ملي کنفرانس کوربه وي
د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند سمیع الله ابراهیمي ویلي، د دې کنفرانس له جوړولو یې موخه د کاري فرصتونو برابرول او د بېکارۍ کچې راټیټول دي.
د ښاغلي ابراهیمي په خبره، د کار ملي کنفرانس کې به د ټولو دولتي ادارو سربېره، خصوصي سکتور، ملي او نړېوال سازمانونو او مؤسسو استازي برخه واخلي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند له لوري رسنیو ته په استول شوي ویډیو کلیپ کې همداراز ویل شوي، د کنفرانس موخه د افغانستان بازار دقيقه مطالعه او په دې برخه کې پرتو ستونزو ته د حل لارو موندل دي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې د دې وزارت مسؤلین وايي، په تېرو ۴ میاشتو کې پر څه باندې ۲۲ زره کسانو کاري جوازونو وېشل شوي.