پر ټرمپ شوی برید د داخلي ترهګرۍ په توګه څېړل کیږي

پر ټرمپ شوی برید د داخلي ترهګرۍ په توګه څېړل کیږي نړۍ
د امریکا مخکینی ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر وسله واله برید وروسته

اسوشېټیډ پرس خبر ورکړی، چې د امریکا فدرالي پولیس یا FBI د دې هېواد پر مخکیني ولسمشر ډونالډ ټرمپ شوی برید د کورني تروریستي اقدام په توګه څېړي.

د امریکایي رسنیو د معلوماتو له مخې، پر ټرمپ یو شل کلن امریکایي ځوان برید کړی دی.

پر ټرمپ وسله وال برید د امریکا پر ولسمشرانو لومړنی برید نه دی، بلکې تر دې وړاندې هم د دې هېواد پر ولسمشرانو ۱۵ بریدونه شوي، چې په پایله کې یې پنځه وژل شوي هم دي.

امریکا کې وسله وال بر یدونه کومه نوې خبره نه ده خو هغه هېواد کې وروستي دوه بریدونه ځکه خونړي وو، چې له امله یې تر ۲۰ زیات کسان ووژل شول.

تړلي موضوعات