د حکومت ویاندویان دې خپل فکر او جذبه د پالیسۍ تابع کړي
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د وزارتونو ویاندویانو ته د اسلامي امارت پالیسۍ او رسنیز فعالیت په اړه غونډه کې ویلي، ویاندویان باید هغه څه ووایي، چې د اسلام، هېواد او امارت ګټې په کې خوندي وي.
مولوي امیرخان متقي ویلي، د وزارتونو او ادارو ویاندویان باید خپل فکر او جذبه د پالیسۍ تابع کړي او پالیسۍ دې د خپل فکر او جذبې تابع نه ګرځوي.
امیرخان متقي له ویاندویانو غوښتي، چې د هېواد لوړې موخې په پام کې ونیسي.
نوموړي همداراز غوښتنه کړې، چې ویاندویان دې په یوه پالیسۍ او یوه ژبه خبرې وکړي او د هېواد ملي ګټې دې په پام کې ونیسي.