ايټاليا د «قلم او کاغذ» راژوندي کولو په پار ښوونځيو کې په ځيرکو موبايلونو بنديز لګوي

ايټاليا د «قلم او کاغذ» راژوندي کولو په پار ښوونځيو کې په ځيرکو موبايلونو بنديز لګوي نړۍ
ایټالیا په ځیرک موبایلونو بندیز لګوي

ايټاليا درې ورځې وړاندې پرېکړه وکړه چې په نوي ښوونيز کال کې به زده کوونکي ښوونځيو او درسي ټولګيو ته ځيرک موبايلونه نه وړي. د دې هېواد د ښوونې وزير جوزيپي والډيټارا په خپلو خبرو کې ويلي دي چې زده کوونکي به ان د درسي موخو لپاره هم ځيرک موبايلونه له ځان سره نه راوړي، خو نور سکرينونه او کمپيوټر د ښوونکو په موافقه کارولی شي.

د ايټاليا دولت په ځيرکو موبايلونو د بنديز موخه دا بللې ده چې دې سره د زده کوونکو مهارتونه ښه کېږي او په لاس د ليکلو وړتياوې يې غوره کېږي.

والډيټارا څرګنده کړې ده، چې د ځيرکو موبايلونو له بنديز وروسته به زده کوونکي خپلې دندې په لاس ليکي او د هغوی سرپرستان به وکولی شي چې د خپلو بچيانو زده کړې وڅاري. هغه زياته کړې ده چې «موږ دې ته اړتيا لرو چې خپل بچيان له سره د کاغذ او قلم رااخيستو ته چمتو کړو».

له راپورونو سره سم ايټاليا له وړاندې په دې هڅو کې وه خو په پراخ ډول يې دغه پرېکړه نه وه پلې کړې، په دې سربېره نورو ډېرو هېوادونو په وروستيو کلونو کې ورته ګامونه پورته کړي دي؛ څو زده کوونکو ته غوره ښوونيز چاپېريال رامنځته کړي.

د ۲۰۲۲ کال په اکتوبر کې واک ته د ايټاليا د نوي حکومت له رسېدو وروسته دې هېواد د ښوونې وزارت نوم هم بدل کړ او د ښوونې او وړتيا وزارت يې ونوماوه، د دې بدلون موخه په فردي لاسته راوړنو لا ډېر ټينګار وبلل شو.

دا په داسې حال کې ده چې د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو کې ښوونځي او پوهنتونونه «chatGPT» او ورته نور د مصنوعي ځيرکتيا د پروګرامونو په کارونه د بنديز لګولو هڅې کوي. بل پلو د دې سافټويرونو پلويان په دې غبرګون نيوکه کوي او «لنډ فکر» يې بولي.

د پاريس د سياسي زده کړو انسټيټيوټ «ساينس پو» لومړی اروپايي علمي مرکز باله شي چې په څېړنو کې يې له «chatGPT» څخه په هر ډول ګټنې بنديز لګولی دی.

تړلي موضوعات