عمري قول اردو کې سلګونه پوځي وسایط او سلګونه میله وسلې ترمیم شوې

عمري قول اردو کې سلګونه پوځي وسایط او سلګونه میله وسلې ترمیم شوې افغانستان
۲۱۷ عمري قول اردو کې ترمیم شوي پوځي وسایط

د ملي دفاع وزارت خبر ورکړی، چې په تېر یوه کال کې د ۲۱۷ عمري قول اردو حمایوي کنډک منسوبینو ۱۲۱۸ عرادې بېلابېل ډوله پوځي وسایط او ۳۰۹ میله وسلې ترمیم کړې دي.

په ترمیم شویو وسایلو کې ۹۲۷ عرادې رنجر، ۹۳ عرادې هاموې ټانګونه، ۱۱۸ عرادې انټرنېشنل، ۲۲ عرادې ضربتي ټانګونه، ۷ عرادې کرن، ۹ عرادې فورکلفت، ۹ عرادې ګرځنده ورکشاپونه، ۱۳ عرادې کاماز او ۳۰۹ میله بېلابېل ډوله وسلې شاملې دي.

ملي دفاع وزارت ویلي، چې یاد پوځي وسایط او وسلې د تېرې ادارې پرمهال تخریب شوې وې، چې د یادې قول اردو مسلکي او تخنیکي ټیمونو جوړ او ګټې اخیستنې ته چمتو کړل.

تړلي موضوعات