په ټرمپ وسلوال برید شوی؛ مرګ ژوبله اوښتې

په ټرمپ وسلوال برید شوی؛ مرګ ژوبله اوښتې نړۍ
له برید وروسته ډونالډټرمپ

امريکايي رسنیو خبر ورکړی، چې د امریکا په مخکیني ولسمشر ډونالډ ټرمپ باندې بېګاه ناوخته په داسې حال کې وسلوال برید شوی، چې نوموړي پنسلوانیا ایالت کې یوې ټاکنیزې غونډې ته وینا کوله.

په ټولنیزو رسنیو کې خپرو شویو ویډيوګانو کې ښکاري، چې د ټرمپ وینا پر مهال د څو ډزو غږونه اورېدل کېږي او وروسته ښکاري، چې په ټرمپ وینې راماتې دي او برسېرن ټپي شوی دی.

امریکايي امنیتي چارواکو رسنیو ته تائید کړې، چې برید کې د غونډې يو ګډونوال وژل شوی او دوه نور ژور ټپيان شوي دي او بریدګر هم له منځه وړل شوی.

د امریکا د استخباراتو ادارې ویلي چې د ډزو د پېښې په اړه يې پلټنې پيل کړې او نور معلومات به وروسته په ډاګه شي او څرګنده کړې يې ده چې دوی په دې هکله پوره احتیاطي تدابیر نیولي او مخکینی ولسمشر خوندي دی.

د یادونې وړ ده، چې امریکا کې وسلوال بریدونه اوس یو معمول ګرځېدلي دي، چې د امریکا پر امنیت تور داغ دی او اوس یې حتی لوړ رتبه چارواکي او ولسمشران هم خوندي نه دي.

تړلي موضوعات