ننګرهار کې د اسلامي پوهنتون پاتې چارې پیلیږي

ننګرهار کې د اسلامي پوهنتون پاتې چارې پیلیږي بیارغونه او پراختیا
ننګرهار کې د اسلامي پوهنتون پاتې چارې پیلیږي

د لوړو زده کړو وزارت: ننګرهار کې د اسلامي پوهنتون پاتې چارې پیلیږي

 د لوړو زده کړو وزارت وایې، د لوړو زده کړو وزیر ندامحمد ندیم ننګرهار ولایت ته د سفر په ترڅ کې چې د دې ولایت مرستیال والي سعید احمد بنوري یې ملتیا کوله د ننګرهار اسلامي پوهنتون څخه لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې د اسلامي پوهنتون مسؤلینو د یاد پوهنتون د جوړولو او درېدلو چاور په اړه معلومات ورکړل، چې د لوړو زده کړو وزیر د دې پوهنتون د پاتې چارو په ترسره کولو کې د اجراتو ډاډ ورکړ.

همداراز ښاغلي وزیر د غصب مخنیوي تخنیکي پلاوي مشر عبدالستار محمد څخه هم غوښتنه کړې، چې د اسلامي پوهنتون د غصب شوې ځمکې په اړه څېړنې وکړې او یاده قضیه قانوني تګلارې ته شامله کړي

تړلي موضوعات