د هېواد په ۶ زونونو کې د صادراتو پروسس مرکزونه جوړېږي

د هېواد په ۶ زونونو کې د صادراتو پروسس مرکزونه جوړېږي سوداګرۍ او اقتصاد
د رئیس الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د صادراتو ملي ورځې نمانځغونډې ته د وینا پر مهال

د اسلامي امارت رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر نن د صادراتو ملي ورځې لمانځلو غونډې ته وویل، د امیرالمومنین د حکم پراساس د هېواد په ۶ زونونو کې د صادراتو پروسس لپاره مرکزونه جوړېږي.

ملا برادر اخند زیاته کړه، د دغو مرکزونو لپاره یې سل جرېبه ځمکه په پام کې نېولې او د ځمکې د انتقال پروسه یې هم پیل شوې ده.

اقتصادي مرستیال ټولو صادروونکو ته ډاډ ورکړ، چې د صادراتو کچه به نوره هم لوړه شي، خو له ټولو صادروونکو شرکتونو بیا د ښاغلي برادر غوښتنه داوه، چې خپل صادرات دې په نړېوال معیار برابر او د پالیسۍ له مخې دې پاخه مواد صادر کړي.

د اسلامي امارت اقتصادي مرستیال په عین وخت کې له سوداګرو وغوښتل، چې هېواد کې د ننه دې په نړېوالو معیارونو برابرې سړې خونې جوړې کړي.

د افغانستان ډېری مېوې او ترکارۍ د سړوخونو نه موجودیت له امله ګاونډیو هېوادونو ته په ډېره ارزانه بیه ورکول کېږي، چې ټول زیان یې بزګرانو ته اوړي.

تړلي موضوعات