د پنجشېر زمردو لومړنی نندارتون پرانېستل شو
د پنجشېر ولایت د زمردو د صادراتو د پراختیا په موخه دغه نندارتون د دې ولایت په عنابه ولسوالۍ کې پرانېستل شوی، چې درې ورځې به دوام وکړي.
دغه نندارتون کې د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو ترڅنګ لاسي صنایع او کرنیز تولیدات هم نندارې ته اېښودل شوي.
د پنجشېر ولایت سیمه ییز مسئولین د دې نندارتون موخه د افغانستان کانونو د استخراج پراختیا، د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو صادرات، کورنیو تولیداتو ته د خلکو هڅول او د پانګونې جلب بللی دی
بلخوا د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان وایي، دا مهال په پنجشېر کې د زمردو ۱۲۰۰ کانونه ثبت شوي، چې له دې ډلې پر ۵۰۰ کار جریان لري.