روان کال د لویو لارو، سړکونو، پلونو او پلګوټو د بیارغونې ۹۳ پروژې پیل شوې
ټولګټو وزارت: روان کال د لویو لارو، سړکونو، پلونو او پلګوټو د بیارغونې ۹۳ پروژې پیل شوې
د ټولګټو وزارت وایې، په روان ۱۴۰۲ کال کې یې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د لویو لارو، سړکونو، پلونو او پلګوټو د بیا رغونې ۹۳ پروژې پیل کړې، چې چارې یې عملا جریان لري.
د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس پر اېکس خواله رسنۍ ویلي، چې له دې ډلې د کابل- جبل السراج پخوانی لین ۲۲ کیلومټره سړک د ترمیم او بیا رغونې کار د ۳۰ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل او دا مهال یې چارې دوام لري.
نوموړي زیاته کړې، د یادې پروژې اساسي او معیاري جوړېدو په موخه د پروان ولایت د ټولګټو رئیس مولوي عزت الله عارف له په دوامداره توګه د دې پروژې څخه څارنه او لیدنه کوي.