د شاوخوا پنځه میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۲ پروژو قرار دادونه منظور شول
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا پنځه میلیارده افغانیو په ارزښت د ۱۲ پروژو قرار دادونه منظور او درې نور یې تعدیل کړل.
د ملي تدارکاتو کمېسیون ویلي، په دغو پروژو کې د یو شمېر ولایتونو لرو پرتو سیمو کې د روغتیایي مرکزونو جوړول، د بادغیس – فاریاب لورې لارې د دویمې برخې قیر اچونه او استنادي دېوالونو جوړول، د هرات نور الجهاد سب سټېشن د انسلیټرونو نصبول او یو شمېر نورې پروژې هم شاملې دي.
د یادونې ده، چې د دغو پروژو مالي تمویل د اسلامي امارت له پراختیايي بودېجې ورکول کېږي.