عامې روغتیا وزیر مالیزیا کې له افغان سفارت څخه لیدنه کړې
د عامې روغتیا وزیر ډاکټر قلندر عباد او ورسره مل پلاوي مالیزیا کې د اسلامي امارت له لوی سفارت څخه لیدنه کړې.
مالیزیا کې افغان سفارت ویلي، چې ډاکټر قلندر عباد د سفارت له تود هرکلي مننه وکړه او په مالیزیا کې یې د خپلې سیاسي استازولۍ په شتون خوښي څرګنده کړه.
یاد سفارت پر اېکس خواله رسنۍ لیکلي، چې د سفارت سرپرست نقیب الله احمدي ښاغلي وزیر ته د روغتیايي برخې ودې او تحصیلي فرصتونو برابرولو په تړاو د سفارت د تېرو دوو کلونو لاسته راوړنو او کړنو په تړاو معلومات وړاندې کړل.
مالیزیا کې افغان سفارت همدرانګه ویلي، چې ډاکټر قلندر عباد به د مالیزیا هېواد له لوړ پوړو چارواکو او نړېوالو روغتیايي ادارو سره لیدنې تر سره کړي او تر څنګ به یې په روغتیایي برخه کې د مالیزیا له تجربو څخه ګټه واخیستل شي، تر څو په هېواد کې د روغتیا په برخه کې د نړېوالو همکاري، د ساري ناروغيو پر وړاندې مبارزه او د هېواد روغتیايي خدمتونه معیاري شي.
د یادونې وړ ده، چې د عامې روغتیا وزیر تېره ورځ په رسمي سفر د یوه پلاوي په ملتیا یاد هېواد ته تللی دی.