د جوزجان یتیم تاق سیمه کې د ګازو دوه څاګانې کېندل کېږي

د جوزجان یتیم تاق سیمه کې د ګازو دوه څاګانې کېندل کېږي سوداګرۍ او اقتصاد
جوزجان کې د ګازو څاګانې

د دغو څاګانو د کېندنې تړون نن کابل کې د کانونو او پټرولیم وزارت او یو ترکي شرکت ترمنځ لاسلیک شو.

د کانونو او پټرولیم وزیر شیخ شهاب الدین دلاور وایي، د دغو څاګانو د کیندنې قرار داد ۷.۵ میلیونه ډالر دی، چې د یو کال په موده کې به یې چارې بشپړې او ګټې اخېستنې ته به وسپارل شي.

شیخ دلاور وویل، له دې څاګانو به هره ورځ ۳۰۰ زره مترمکعب ګاز استخراج شي، چې په ورځني ډول به ۶۰ زره امریکايي ډالر د دولت بودیجې ته اضافه شي.

د ښاغلي دلاور په خبره له دې ګاز به د کورونو تر څنګ د برښنا تولید او نورو بېلا بېلو برخو کې ګټه واخېستل شي او ګن شمیر کسانو ته به کاري زمینه هم برابره شي.

تړلي موضوعات