افغانستان سویلي اسیا سره د مرکزي اسیا د وصل نقطه ده

افغانستان سویلي اسیا سره د مرکزي اسیا د وصل نقطه ده سوداګرۍ او اقتصاد
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر او ورسره مل پلاوی د ازبکستان د ټرانسپورټ وزیر سره د کتنې پر مهال

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د ازبکستان د ټرانسپورټ وزیر الهام محکموف د هېواد د صنعت او سوداګرۍ وزیر نور الدین عزیزي او مل پلاوي سره کتنه کې ویلي، افغانستان له سویلي اسیا سره د مرکزي اسیا د نښلولو نقطه ده.

یاد وزارت په خپله اېکس پاڼه ویلي، ښاغلي محکموف دې کتنه کې د بین المللي حمل او نقل هوکړې د لاسلیک لپاره له خپل لوري د چمتووالي ډاډ ورکړی دی.

دې کتنه کې د هېواد د صنعت او سوداګرۍ وزیر د افغان ټرانس پروژې د پلي کولو ټینګار ترڅنګ له ازبکستان څخه غوښتي، چې په بېلابېلو واټي او هوایي ټرانسپورټي برخو کې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

تړلي موضوعات